ټولنه‌یزمهم خبرونه

یونسکو په سوېل ختیځ افغانستان کې د سواد زده کړو او کاریزونو د بیا رغونې پروګرامونه عملي کړي

د یونسکو دفتر په افغانستان کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د اماني صندوق په مرسته یې د هېواد په سوېل ختیځو برخو کې یو لړ تعلیمي او بنسټیز پروګرامونه تطبیق کړي چې زرګونه ځایي اوسېدونکي ترې ګټه اخیستې ده.

د دې دفتر د یوې اعلامیې له مخې، نږدې دوه زره تنه د سواد زده کړو او اساسي مهارتونو د زده کړې په پروګرامونو کې برخه اخیستې ده. دغه پروګرامونه د افرادو د وړتیاوو د لوړولو او د ژوند پرمختیايي فرصتونو د ښه کولو په هدف جوړ شوي دي.

په ورته وخت کې، ۳۳ د کاریز شبکه، چې د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د سنتي او حیاتي اوبولګولو سیسټمونه ګڼل کېږي، ترمیم او بېرته فعاله شوي دي. ویل شوي، چې له دغو کاریزونو څخه له ۱۸ زرو څخه ډېر کسان په مستقیم ډول د کرنیزو او ورځنیو اړتیاوو لپاره ګټه اخلي.

یونسکو همداراز خبر ورکړی چې د رسنیزو کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو لپاره یې هم پروګرامونه پلي کړي دي؛ دا اقدام د بیان آزادۍ مدافعو بنسټونو له نظره، د طالبانو تر حاکمیت لاندې د رسنیو پر فعالیتونو د پراخو محدودیتونو په شرايطو کې، د هېواد د معلوماتي جریان د ساتنې لپاره مهم ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button