افغانستان او قرغیزستان د انرژۍ د همکاریو پر پراخېدو خبرې وکړې

د طالبانو تر ادارې لاندې د اوبو او انرژۍ ریاست اعلان کړی چې د دې ریاست د انرژۍ چارو معین په مشرۍ یو پلاوی د قرغیزستان د انرژۍ وزارت له مرستیال سره لیدلي او خبرې یې کړي دي. د دې ناستې پر مهال د انرژۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخولو ټینګار شوی دی.
د دغه ریاست په وینا، د خبرو په لړ کې افغانستان د سیمهییزو انرژييي پروژو لپاره یو مهم مرکز بلل شوی او د برق په برخه کې د پانګونې فرصتونه هم واضح شوي دي. همدارنګه د «کاسا–۱۰۰۰» د برېښنا لیږد د پروژې د پرمختګ په اړه معلومات د دواړو خواوو ترمنځ شریک شوي دي.
د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دواړه اړخونه د برېښنا شبکو د نوسازۍ، د انرژۍ د تولید ظرفیت د زیاتوالي، د برېښنا د ضایعاتو د کمښت او تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا په برخو کې سلا شوي دي. دغه همکارۍ د سیمې په کچه د انرژۍ د لاسرسي د ښه والي او د مرکزي او جنوبي آسیا د شبکو د نښلولو د هڅو یوه برخه بلل شوې ده.




