ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

د کابل د هوا ککړتیا د دودجن سونګ توکو له امله زیاته شوې ده

په کابل کې د اقتصادي ستونزو او فقر له ډېرېدو سره، خلک د معیاري سونګ توکو پر ځای له زغال‌سنگ، پلاستیک او نورو بې‌کیفیته موادو کار اخلي، چې له امله یې د ښار د هوا ککړتیا په بې‌سارې ډول زیاته شوې ده او اوس د کابل د اوسیدونکو لپاره یوه جدي ورځنۍ ستونزه ګرځېدلې ده.

یو شمېر د کابل اوسېدونکي وايي، مالي مشکلات یې دې ته اړ کړي چې د معیاري سونګ پر ځای له زغال، پلاستیک او نورو ارزانه خو ډېردودي موادو استفاده وکړي. محمد اسلام، چې یو تن د کابل اوسېدونکی دی، وايي چې ډېرو کورنیو ته د هیزم اخیستل ناممکن دي، او همزمان د دودجن وسایطو تر څنګ همدا ډول توکي د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه دي.

بل لور ته، یو شمېر ښاريان له د چاپېریال ساتنې ادارې څخه غواړي چې په بیلابیلو برخو کې زرغون ساحې جوړې کړي څو د هوا ککړتیا کمه شي. دا غوښتنه که څه هم له پخوا راهیسې مطرح شوې، خو د قناعت وړ او عملي ځواب نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو تر اداره لاندې د ملی چاپېریال ساتنې ادارې او د کابل ښاروالۍ مسئولین وايي، دوى د سونګ توکو، دودجن موټرو او استوګنیزو ودانیو څارنه دوام ورکوي او د بدیلو حل‌لارو په لټه کې دي. د دغې ادارې ویاند محب‌الله بهار وايي، له ښاروالۍ او د ترافیکو ریاست سره په ګډه هڅه کوي څو د هوا د ککړتیا اصلي سرچینې تر کنټرول لاندې راولي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله برکزی وایي، د دوی د پلټنو پر مهال زرګونه حمامونه، لوړمنزلونه او فابریکې وکتل شوې، چې یوه برخه یې د چاپېریال ساتنې معیارونه نه‌دي رعایت کړي او له همدې امله تړل شوي، خو ځینو نورو ته د اصلاحاتو وروسته د بیا فعالیت اجازه ورکړل شوې.

له بلې خوا د ترافیکو ریاست هم تازه له مالکانو غوښتي چې له دودجن وسایطو د کابل په ښار کې کار وانخلي. ښاریان بیا دا اقدام کافي نه ګڼي او پر لا اغېزمنو سیاستونو او د مسؤلو ادارو پر ځواب‌ورکونکي عمل ټینګار کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button