ټولنه‌یزمهم خبرونه

په هرات کې د ترکمنستان برېښنا پرې شوې؛ ژمی کې خلک له ستونزو سره مخ دي

د هرات ولایت وارداتي برېښنا چې له ترکمنستانه تأمینېږي، د پرون سهار ۲:۳۰ بجو راهیسې پرې شوې او د دې ولایت خلکو، په ځانګړي ډول د ژمي په یخو ورځو کې، له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د طالبانو د والي د مطبوعاتو دفتر ویلي، د برېښنا مزي «د سخت یخني» له امله د بغرچر بند په سیمه کې خراب شوي او له امله یې د ولایت په پراخه برخه کې برېښنا قطع شوې ده.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د برشنا ریاست کارکوونکي د زیانمن شوي مزي د ترمیم او د برېښنا د بیا وصل هڅې کوي، خو تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده چې برېښنا به کله بېرته فعاله شي.

د طالبانو د والي دفتر له خلکو غوښتي چې د برېښنا د نشتوالي او ژمي ساړه موسم ته په کتو، د ماشومانو، زړو کسانو او زیانپذیرو وګړو د خوندیتوب لپاره اړینې چمتووالی ونیسي.

په داسې حال کې چې ډېری خلک په هرات کې د خپلو کورونو ګرم ساتلو لپاره په برېښنا تکیه کوي، د برېښنا دوامداره پرې کېدل یو ځل بیا د خدماتي بنسټونو کمی او د دوامدارې انرژۍ د حل لارو نشتوالي ته پام اړولی؛ یوه موضوع چې په تېرو کلونو کې تل د خلکو له خوا نیوکه پرې شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button