میرضیایېف: افغانستان د سیمې د همکاريو مهم محور دی

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایېف ویلي، چې افغانستان لا هم د سیمې د همکاريو یو مهم بنسټیز محور پاتې شوی او د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو شریکانو ترمنځ د تعامل لپاره مهم ځای لري.
میرضیایېف دا څرګندونې د جمعې په ورځ د «منځنۍ آسیا–جاپان» د لومړي سرمشریزې په غونډه کې وکړې او ویې ویل، چې د غونډې ګډونوالو هېوادونو د افغانستان د راتلونکي په اړه یوه ګډه لیدلوری لري؛ داسې راتلونکی چې پر سولې، ثبات او معنا لرونکي پرمختګ ولاړ وي.
د ازبکستان ولسمشر د جاپان رول ته په اشارې سره، د دغه هېواد د اوږدمهالو او پرلهپسې ملاتړونو نه مننه وکړه او وویل، چې ټوکیو د تېرو کلونو په ترڅ کې د افغانستان له مهمو مرستهکوونکو هېوادونو څخه وو.
نوموړي هیله وښوده چې د سیمې هېوادونو او جاپان ترمنځ همغږي هڅې وکولای شي د افغانستان د خلکو د ژوند د شرایطو په ښه والي، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ، د بنسټونو پراخولو او همداراز د سیمهییزو اقتصادي پروژو کې د افغانستان د زیاتې ونډې اخیستو لپاره زمینهسازي وکړي.




