د داعش خراسان ویاند سلطان عزیز عزام په پاکستان کې نیول شوی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار او تحلیلي ملاتړ ډلې په یوه تازه راپور کې راغلي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د ۲۰۲۵م کال د مې (ثور) میاشت کې سلطان عزیز عزام، چې د داعش خراسان څانګې ویاند دی، نیولی دی. په راپور کې ویل شوي چې نوموړی د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله کې نیول شوی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سلطان عزیز عزام د داعش خراسان له مهمو څېرو څخه ګڼلی، او لیکلي چې هغه د دې ډلې پر تبلیغاتي او رسنیزو فعالیتونو کې مهم رول درلود. د راپور له مخې، نوموړی له داعش سره د یو ځای کېدو وروسته د دې ډلې مرکزي حلقې ته ورننوت او ورو ورو یې د نفوذ ځای وموند.
سلطان عزیز عزام له ۲۰۱۴م کال راهیسې، له داعش خراسان سره د یوځای کېدو سره سم، د دې ډلې د رسنیو د برخې مسئولیت پر غاړه درلود. هغه له دې وړاندې د ننګرهار پوهنتون زدهکړیال و، او د محلي راډیويي شبکې “همیشه بهار” په نوم یې د خبریال او مسئول په توګه کار کاوه.
په راپور کې همداراز راغلي چې عزام له داعش سره تر یوځای کېدو وړاندې، د ټولنې او دولت په اړه د انتقادي لیکنو ترڅنګ لنډې کیسې هم لیکلې وې. له داعش سره د یو ځای کېدو وروسته، هغه د دې ډلې د انټرنیټي مجلې “د خراسان غږ” مدیریت پر غاړه واخیست او د داعش د رسنیو د مرکز “المؤسسه العزائم” ځینې فعالیتونه هم د هغه تر نظارت لاندې روان وو.




