ګوترش: ناسمو مهاجرتي تګلارو د کرکې او وېش کچه لوړه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د نړيوال مهاجر د ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی چې ناسمو او ناکارو مهاجرتي تګلارو، او د مهاجرت ناسم تصوير، د کرکې، ټولنيز وېش او د ميليونونو خلکو ژوند ته د ګواښ سبب شوی دی.
ګوټرش په خپل پيغام کې ټينګار کړی چې مهاجرت، که په سمه توګه اداره شي، د پرمختګ او پراختيا لپاره يوه مهمه وسيله کېدای شي، خو که چېرې دا بهير په سمه توګه اداره نه شي يا د قصدي تحريف ښکار شي، بيا دا د وېش او بې ثباتۍ وسيله ګرځي او هغو کسانو ته چې د امن ژوند او کار په لټه کې دي، امنيت ګواښي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د نړۍ په کچه جبري کډوالي خپل تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. دوامداره جګړې، د اقليم د بحران پايلې او اقتصادي فشارونه ميليونونه خلک مجبور کړي چې د امن، بقا او کاري فرصتونو لپاره له پولو واوړي.
د بشري حقونو بنسټونه وايي چې مهاجرين، په ډېرو هېوادونو کې د سختو مهاجرتي پاليسيو او تُند سياسي بيانونو سره مخ دي، او دوي ته د حقوقي ملاتړ او اساسي خدماتو لاسرسی محدود پاتې دی.
په دې ترڅ کې، افغان مهاجرين د تر ټولو زيان منونکو ګروپونو له جملې څخه ګڼل کېږي. د ايران چارواکو ويلي، چې سږ کال له ۱.۶ ميليونه څخه زيات بېسند مهاجرين بېرته افغانستان ته استول شوي؛ دغه چار د “هيواد ته د ستنيدو” پروګرام له لارې عملي شوې ده. په پاکستان کې هم، د يو لوی کمپاین له امله سلګونه زره مهاجرين په جبري توګه بېرته لېږدول شوي، چې ځينې کورنۍ يې له لسيزو راهيسې هلته اوسېدلې.
بشري مرستندويه ادارې خبرداری ورکوي چې ډېر شمېر بېرته ستانه شوي مهاجر د سرپناوو د نشتوالي، کاري موقعو کمښت او بشري مرستو ته د محدود لاسرسي له سختو شرايطو سره مخامخ دي؛ دا وضعيت د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په څرګند ډول ښکاره، د دوام وړ حللاره نه لري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، له کوم ځانګړي هېواد څخه د نوم اخيستو پرته، پر دولتونو غږ کړی چې د ګډې مسئولي مخې ته د تګ پر اصل ولاړ سياست غوره کړي، تر څو د مهاجرينو د حقونو د ژغورلو لپاره يوه داسې تګلاره جوړه شي چې د انساني کرامت احترام پکې وشي.
هغه په پای کې وویل: ‘راځئ چې مهاجرت ټولو ته يو خوندي او د کرامت ډک بهير وګرځوو.’




