طالبانو د پنجشیر له ولایت څخه د زرګونو قیراطو زمردو د پلور اعلان وکړ

د طالبانو حکومت ویلي چې له پنجشیر ولایت څخه یې ۳۹۴۱ قیراط زمرد د شپږ میلیونو افغانیو په ارزښت داخلي سوداګرو ته پلورلي دي. دغه زمرد د یوه داوطلبۍ (مزایده) له لارې چې د طالبانو تر نظارت لاندې ترسره شوې وه، وپلورل شول.
د باختر دولتي خبري آژانس، چې د طالبانو پورې تړاو لري، د سې شنبې په ورځ (۱۳ عقرب) د طالبانو د پنجشیر والي د ویاند سیفالدین لتون له قوله راپور ورکړی چې یاد زمرد له کانونو استخراج شوي او وروسته پلورل شوي دي.
له هغو ولایتونو څخه چې کانونه لري د طبیعي منابعو د زیات استخراج او پلورنې له امله، د طالبانو د حکومت له خوا د دغو عوایدو د شفاف مدیریت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د هېواد طبیعي زېرمې چې باید د افغان ولس د هوساینې لپاره وکارول شي، د لازمې څارنې او حسابورکونې د نشتوالي له امله د طالبانو ادارې ته د مالي سرچینې په توګه کارول کېږي.
پنجشیر د افغانستان د شمالختیځ غرنی ولایت دی چې د زمردو کانونه یې د هېواد له ارزښتناکو طبیعي سرچینو څخه شمېرل کېږي. د دغو قیمتي ډبرو د اوږده تاریخ لرلو له امله، دغه ولایت د تزئیني ډبرو د مهمو استخراج ځایونو له ډلې شمېرل کېږي.




