د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه
د IOM له خوا د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو ستاینه شوې

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د نړیوالو مهاجرو د ورځې په مناسبت، له افغانستانه راستنیدونکو او بېځایه شویو ټولنو څخه مننه کړې، او د دوی سفرونه یې د زغم، کلتور او هیلهمندۍ کیسې بللي دي.
په دې پیغام کې ویل شوي چې افغان راستنیدونکي له هغو مهارتونو او وړتیاوو سره چې د مهاجرت کلونو کې یې ترلاسه کړي، هڅه کوي ترڅو په هېواد کې خپل شخصي او کورنی ژوند له سره جوړ کړي.
دغه نړیوال سازمان زیاتوي چې د دغو کسانو بېرته شتون کولی شي د ټولنیزو اړیکو پیاوړتیا او د ځایي ټولنو په ټینګښت کې مرسته وکړي.
د نړیوالو مهاجرو ورځ هر کال یوه موقع ده څو د مهاجرو، راستنیدونکو او داخلي بېځایه شویو وضعیت ته پام واړول شي؛ دا هغه ډلې دي چې لا هم په افغانستان کې له پراخو اقتصادي، ټولنیزو ننګونو او محدودیتونو سره مخ دي او د نړیوالو دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.




