د اوزبېکستان وارداتي برېښنا د بلخ د زلزلې وروسته بیا وصل شوه

د طالبانو تر ادارې لاندې د برېښنا ریاست سهشنبه د لړم ۱۳مه خبر ورکړی چې د اوزبېکستان وارداتي برېښنا له لنډې مودې وروسته بېرته وصل شوې ده، دغه برېښنا د افغانستان شمال ته د وروستۍ زلزلې له امله پرې شوې وه.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د تخریب شویو لینونو تر ترمیم وروسته، د برېښنا جریان بېرته په کابل، بغلان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، لوګر، پکتیا، میدان وردک، غزني، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې اعاده شوی دی.
تېرې اوونۍ یوه ۶.۳ درجې ریشتر زلزله د هېواد شمالي ولایتونه ولړزول او د وارداتي برېښنا د لېږد شبکه یې له اختلال سره مخ کړه. دا زلزله نه یوازې د اوزبېکستان د برېښنا پرې کېدو، بلکې د تاجیکستان وارداتي برېښنا هم اغېزمنه کړې وه.
طالبان داسې مهال د برېښنا د لینونو د ترمیم خبر ورکړی، چې د دوی د واکمنۍ له پیله د انرژۍ سرچینې او بنسټیز خدماتي زیربناوې له پراخو ستونزو سره مخ دي، او خلکو ته د دوامدارې برېښنا رسېدل همېشه له خنډ او ابهام سره مل وي.




