اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو او قرغیزستان چارواکو د سوداګرۍ او ډیجیټلي مالي خدمتونو پر همکاریو خبرې وکړې

د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، له قرغیزستان څخه د بخت سیدیکوف په مشرۍ د لوړپوړي دولتي پلاوي سره ولیدل او د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو پر لارو چارو یې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د خبرو تمرکز په ځانګړي ډول د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او د ډیجیټلي مالي خدمتونو په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا شوی و. حنفي ټینګار وکړ چې افغانستان له قرغیزستان سره د اړیکو ژورتیا ته چمتو دی او د الکترونیکي ادارې سیسټمونو پراخول او د عصري بانکداري چینلونو رامنځته کول د مالي راکړې ورکړې د اسانتیا لپاره ډېر مهم دي.

سرچینې چې له غونډې خبر دي وایي، د طالبانو د حکومت دغه لوړپوړي چارواکي، دغه ډول همکاریه د کابل او بېشکک ترمنځ د اداري او مالي بهیرونو د اصلاح لپاره اړینه وبلله، خو همداراز یې ومنله چې د نړیوالو شفافو او منل شویو جوړښتونو د نشت له امله دا چاره له جدي ننګونو سره مخ ده.

له بلې خوا، د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر، بخت سیدیکوف، وویل چې هېواد به یې له افغانستان سره خپل بشري مرستې دوام ورکړي او په الکترونیکي ادارې پروژو کې د ګډ کار لپاره لېوالتیا لري. هغه همداراز د قیمتي اسنادو چاپ او د الکترونیکي تادیاتو سیسټمونو د پراختیا په برخو کې د همکارۍ پر وړتیاوو هم ټینګار وکړ.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button