د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

آلمان یو افغان پناه‌وړونکی کابل ته وشړلو، منظمو شړنو ته د بیاپیل نښه

آلمان له خپله خاورې څخه یو لومړنی افغان پناه‌وړونکی چې په دې هېواد کې محکوم شوی و، د بایرن ایالت څخه کابل ته شړلی دی؛ دا یوه هغه کړنه ده چې د آلمان د چارواکو په وینا، افغانستان ته د منظم شړنو د بیاپیل نښه بلل کېږي.

د آلمان بیلد ورځپاڼې د چارشنبې په ورځ، د قوس په ۲۶مه راپور ورکړی چې دا لیږد د آلمان او د طالبانو د ادارې ترمنځ د نوو توافقاتو په چوکاټ کې ترسره شوی او د هغو افغان پناه‌وړونکو د منظم بېرته ستنولو د پروګرام د پیل په توګه ورپېژندل شوی دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي: هغه کسان چې په آلمان کې جرم ترسره کړي، د اوسېدو حق له لاسه ورکوي او برلین غواړي د شړنو دا لړۍ پراخه کړي. د نوموړي په وینا، تمرکز به پر هغو وګړو وي چې د درنو جنایتونو سابقه لري.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې طالبان بیا د افغانستان واکمن شول، آلمان ته د افغانانو منظم شړل بند شوي وو، خو دا بهیر په ۲۰۲۴ کال کې بیا پیل شو. راپورونه وایي چې په جولای ۲۰۲۵ کې شاوخوا ۸۱ افغان پناه‌وړونکي له آلمان څخه مستقیم افغانستان ته شړل شوي وو او ټاکل شوې دا الوتنې اوس منظم دوام ومومي.

د آلمان د مهاجرت او پناه‌وړونکو فدرالي اداره ویلي چې نږدې ۱۱ زره ۵۰۰ افغان پناه‌وړونکي د شړلو په نوملړ کې شامل دي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دا شړنې به په انفرادي ډول او د هوايي الوتنو له لارې ترسره کېږي.

په ورته وخت کې، منتقدان خبرداری ورکوي چې د هغو کسانو بېرته استول چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې هېواد ته ستنیږي، د دوی د امنیت، عدالت ته د لاس‌رسی او د بشري حقونو رعایت په برخه کې جدي پوښتنې راپورته کوي؛ اندیښنې چې د افغانستان د خپل بشري وضعیت له امله لاهم پر ځای پاتې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button