په کراچۍ کې د اتحاد امت غونډه؛ د افغانستان سره د اړيکو د ښه والي غوښتنه

د جمعيت علماي اسلام پاکستان مشر مولانا فضلالرحمان په کراچۍ ښار کې د «مجلس اتحاد امت» تر نامه لاندې د يوې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی؛ داسې غونډه چې پکې ديني عالمان او یو شمېر پاکستاني سياستوال برخه لري او موخه يې له افغانستان او ايران سره د پاکستان د اړيکو ښه کول بلل شوي دي.
مولانا فضلالرحمان ويلي، په دغه غونډه کې به هڅه وشي چې د خبرو اترو له لارې د سيمهييزو اړيکو ستونزو د حل لپاره ګډې لارې چارې وموندل شي. د هغه په وينا، که د هېوادونو ترمنځ ستونزې موجودې وي، بايد د مشخصو او جوړښتي ميکانيزمونو له لارې يې حل ته اقدام وشي او دوستانه اړيکې نور هم ټينګې شي.
په همدې حال کې، په آلمان کې د پاکستان پخواني سفير عبدالبسيط ټينګار کړی چې اسلاماباد بايد د افغانستان سره تعامل يوازې د سيمهييزو ميکانيزمونو له لارې محدود نه کړي. نوموړي ويلي، که چيرې دواړه خواوې ستراتيژيکه زغم او تاکتيکي تدبير وکاروي، نو د اړيکو د مديريت او ښه والي لپاره ګڼ دوهاړخيز انتخابونه شته.
يو شمېر پاکستاني سياسي شنونکي هم د دواړو هېوادونو د اوسېدونکو ترمنځ د فرهنګي او ديني تړاوونو يادونه کړې ده. عنایتالله همام باور لري چې د پاکستان د علماو لویه برخه له افغان ولس سره خواخوږي لري او دا تړاوونه کولی شي د تاوتريخوالي د کمېدو زمينه برابره کړي.
بل سياسي شنونکی فضلمنالله ممتاز بيا خبرداری ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پراخې شخړې د هيچا په ګټه نه دي. د نوموړي په وينا، ډېر سياستوال، سياسي ګوندونه او مدني بنسټونه په پاکستان کې دې حقيقت ته رسېدلي دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې وړاندې تر دې، د طالبانو د ادارې وياند ذبيحالله مجاهد د پاکستان ځينې نظامي کړۍ تورنې کړې وې چې د کابل او اسلامآباد تر منځ د تاوتريخوالي هڅه کوي؛ يو ادعا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ دوام او د شفافيت او ځوابويونې اړتيا ته اشاره کوي.




