مهم خبرونهنړیوال

پوتین: که‌یف که د خبرو نه انکار وکړي، روسیه به پوځي لاره ته دوام ورکړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، که چېرې اوکراین د خبرو له لارې د شخړې حلولو څخه انکار وکړي، مسکو به پوځي لاره ته دوام ورکړي. نوموړی وایي چې د روسیې وسله‌وال ځواکونه په ټولو جبهو کې دست‌بالا لري او په وروستیو میاشتو کې یې د جګړې په اکثره محورونو کې پرمختګ کړی دی.

پوتین دا څرګندونې د روسیې د دفاع وزارت له لوړپوړو چارواکو سره د یوې غونډې پر مهال وکړې. هغه ادعا وکړه چې روسي ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ګڼ ښارونه او ښارګوټي تر خپل کنټرول لاندې راوړي دي.

ولسمشر پوتین د ناټو د غړو هېوادونو له خوا د اوکراین له ملاتړ څخه هم یادونه وکړه او ویې ویل چې دا مرسته د وسلو، استخباراتي او سلا مشورو په برخه کې ده. هغه زیاته کړه، سره له دې مرستو، د روسیې پوځ د جګړې په ډګرونو کې ابتکار تر لاسه لري او خپلې پوځي وړتیاوې دوامداره پراخوي.

پوتین همداراز د روسیې د موشکي ځواک د نوو پرمختللو وسلو د کارولو، د «اورشنیک» په نامه د موشکي سیستم د کال تر پایه د اقداماتو لاندې راوستلو او د سمندري ځواکونو د پراختیا، په شمول د توغندویو له مجهزو اوبتلونو د تولید، پروګرامونه اعلان کړل. هغه د روسیې د ستراتیژیکو اټومي ځواکونو پیاوړتیا لومړیتوب وباله او دا یې د بازدارۍ کلیدي عنصر وباله.

روسي ولسمشر وویل چې مسکو غواړي د اوکراین د شخړې ريښې د ډیپلوماټیکو لارو حل شي، خو ټینګار یې وکړ که چېرې سیاسي لارې بریالي نه شي او کی‌یف او د هغې ملاتړي له خبرو انکار وکړي، روسیه به خپل اعلان شوي اهداف په نظامي بڼه تعقیب کړي.

پوتین نړیوال جیوپولیتیک وضعیت ترینګلی وباله او ځینې اروپايي مشران یې تورن کړل چې د روسیې سره د شخړې وېره خپروي. هغه په عین حال کې وویل چې روسیه د امریکا له اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د اړیکو د پرمختګ هرکلی کوي او له امریکا او اروپا سره د برابرې همکارۍ غوښتونکی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button