اقتصادمهم خبرونه

افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د ۱۵۶ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک شول

د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګریزې تواصل کنفرانس پر مهال، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شاوخوا ۱۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تفاهم‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا کنفرانس د دواړو هېوادونو د اقتصادي چارواکو او د خصوصي سکتور د استازو په ګډون جوړ شوی و، او اساسي موخه یې د سوداګریزو اړیکو پراخول او د ګډو پانګونو هڅونه بلل شوې ده.

د دغه وزارت په وینا، لاسلیک شوي تفاهم‌لیکونه د بېلابېلو اقتصادي برخو لکه سره‌زر، درملو، بوټونو، مخابراتو، کانونو او انرژي، لوژستیک او ترانسپورت، کرنې، ودانیزو چارو او بانکدارۍ په برخه کې دي.

په دغه غونډه کې، د افغانستان او قرغیزستان له خوا دوې جلا جلا پرزینټېشنونه هم وړاندې شوي، تر څو ګډونوالو ته د پانګونې فرصتونه وښيي او د سوداګرو ترمنځ د همکارۍ د پراخېدو زمینه برابره شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button