کلتور او هنرمهم خبرونه

۳۶ تاریخي اثرونه د اسلامي هیوادونو ګډ نندارتون لپاره قطر ته لېږل کیږي

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، ۳۶ تاریخي او فرهنګي آثار د افغانستان څخه د اسلامي هیوادونو د ګډ موزیمي نندارتون لپاره قطر ته ټاکل شوي، او د دغه اثارو د انتقال بهیر روان دی.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې د قطر سفیر مردف القاشوطي په کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ له سرپرست شیخ شیر احمد حقاني سره لیدنه کړې او د دغو تاریخي اثارو د قطر ته د انتقال او د نندارتون د ګډون په اړه یې خبرې کړې دي.

د قطر د سفیر په وینا، دغه نندارتون به د راتلونکي میلادي کال په دویمه میاشت کې پرانستل شي او د پرانستې په مراسمو کې به د بیلابیلو اسلامي هیوادونو چارواکي برخه واخلي. د دې پروګرام موخه د تاریخي اثارو معرفي کول او د اسلامي هیوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو پراخول یاد شوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست هم د افغانستان او قطر ترمنځ د ملګرو اړیکو یادونه کړې او د تمدني، علمي او تاریخي تبادلو پر اهمیت یې ټینګار کړی، او د ګډو فرهنګي پروګرامونو، نندارتونونو او علمي کنفرانسونو د جوړېدو وړاندیز یې کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوي ۳۶ تاریخي آثار به د نندارتون لپاره قطر ته واستول شي، او اړوند ادارو سره لازمې همغږي روانه ده، ترڅو دغه آثار په ټاکلي وخت قطر ته انتقال شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button