مولوي عبدالکبير: مدرسې د اسلامي نظام د ساتنې لپاره مهمې دي

مولوي عبدالکبير، چې د طالبانو د ادارې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير دی، د کابل جهادي مدرسې د فراغت په مراسمو کې ګډون کړی او د ديني مدرسو د رول په هکله يې خبرې کړې.
نوموړي په دې مراسمو کې وويل چې ديني مدرسې يوازې د مذهبي تعليم ځای نه دی، بلکې د ده په وينا، دا د حاکميت سرچينه او د هغه څه د ساتلو وسيله ګڼل کېږي چې طالبان يې «اسلامي نظام» بولي. دا هغه نظر دی چې په وروستيو کلونو کې طالبان پر پراخه کچه تبليغوي.
عبدالکبير د تېرو څو لسيزو جګړو ته په اشارې سره وويل، د مدرسو، پوهنتونونو او د افغانستان د خلکو قربانۍ د پخواني شوروي اتحاد، وروسته د امريکا متحده ايالاتو او ناټو د ماتې سبب شوې، او دا نننی نظام د هماغو قربانيو مستقيمه پايله ده.
نوموړي د نظام ساتنه د علماوو او مسلمانانو مسؤليت وباله او له خلکو او ديني علماوو څخه يې وغوښتل چې خپل نظرونه او نيوکې له مسئولينو سره شريکې کړي؛ خو په عين حال کې يې ټينګار وکړ چې هغو کسانو ته چې د ده په وينا د نظام د خرابولو او امنيت د ګډوډولو هڅه کوي، بايد د فعاليت اجازه ورنکړل شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره د عصري زده کړو د پراخ محدودولو، له تعليمي نظام څخه د ښځو د حذف او د نيوکوونکو غږونو د ځپلو له امله د افغانستان دننه او له نړيوالو بنسټونو سختو نيوکو سره مخ ده؛ موضوع چې د طالبانو د عامه ګډون او انتقاد بلنې ادعا له جدي پوښتنو سره مخ کوي.




