په ادلب کې د داعش پېغامونو خپرېدو امنيتي اندېښنې ډېرې کړې

راپورونه له شمالي سوريې څخه ښيي چې نن سهار د داعش ډلې پورې تړلي پېغامونه او ليکنې د ادلب ښار او شاوخوا سيمو کې خپرې شوې دي؛ دا پېغامونه د دغې ډلې د فعاليتونو بيا پيل ته اشاره کوي او د سيمې اوسېدونکو کې اندېښنې راوپارولې دي.
د سوريې د بشري حقونو د څار څانګې له خوا خپاره شوي معلومات څرګندوي چې دغه ليکنې په مستقيم ډول د داعش د بيا راګرځېدو خبري کوي. په يو پېغام کې لیکل شوي: «داعش ژر راګرځي»؛ دا جمله د سيمې په امنيتي فضا کې لا زیاتې اندېښنې رامنځته کړې دي.
د ادلب اوسېدونکي وايي له هغه وروسته چې په سوريه کې واک بدلون وموند او د جولاني اداره واک ته ورسېده، نه يوازې امنيتي وضعيت ښه شوی نه دی، بلکې په ډېرو سيمو کې حالت لا خراب شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه اداره د دوامداره امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلې او ان د هغې اړوند ډلو ترمنځ وسلهوالې نښتې په بېلابېلو برخو کې ډېرې شوې دي.
دا لومړی ځل نه دی چې په سوريه کې د داعش د فعاليت يا تبليغاتو نښې راښکاره شوې؛ له دې وړاندې هم د داعش پلوي شعارونه د ديرالزور ولايت په ختيځو سيمو، محکان او القوريه ښارونو کې د ښوونځيو پر دېوالونو ليکل شوي وو؛ دا موضوع ښيي چې لا هم د امنيت خلا شته او تندلارو ډلو ته د بيا تحرک فرصت برابريږي.




