د ماهیرود ګمرک د ایران او افغانستان ترمنځ د صادراتو اصلي مسیر شو

د ایران د خراسان جنوبي ولایت ماهیرود ګمرک د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د صادراتو تر ټولو مهم مسیر په توګه پېژندل شوی دی؛ دا هغه لاره ده چې، د رسمي معلوماتو له مخې، له یوې درېیمې ډېره برخه د ایران صادارات افغانستان ته له همدې لارې ترسره کېږي.
د ایران د مسئولینو په وینا، شاوخوا ۳۶ سلنه د دغه هېواد ټول صادرات افغانستان ته د ماهیرود له ګمرکه لېږدول کېږي. دا ګمرک د دواړو هېوادونو د ګډ سرحد په نږدې سیمو کې موقعیت لري او د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو په بهیر کې مهم رول لري.
ماهیرود د افغانستان او ایران ترمنځ له فعالو سرحدي لارو څخه ګڼل کېږي، او په وروستیو کلونو کې د سوداګریزو تبادلو د زیاتوالي له امله یې د افغانستان بازار ته د صادراتو په برخه کې ځانګړی اهمیت خپل کړی دی.
افغانستان د ایران د صادراتي توکو له مهمو بازارونو څخه شمېرل کېږي، او د سرحدونو وضعیت په مستقیم ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزه بهیر او بازار ته د توکو د رسېدو پر طریقو اغېزه لري.




