سياستمهم خبرونه

د افغانستان او قرغیزستان سفیرانو د اړیکو د پراخولو پر سر خبرې وکړې

د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب په پاکستان کې د قرغیزستان له سفیر قلیچ‌بیگ سلطان سره وکتل او دواړو لوریو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخېدو پر اړخ ټینګار وکړ.

د افغانستان د سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي، دیني او کلتوري اړیکو په اړه هم بحث وشو او د دغو اړیکو د پیاوړتیا او دوام پر اړتیا ټینګار وشو.

سردار احمد شکیب په دې کتنه کې د واخان پامیر په سیمه کې د قرغز اقلیتونو په اړه د طالبانو د حکومت له لوري ترسره شوي اقدامات یاد کړل او ویې ویل چې د طالبانو چارواکي وایي، د ټولو اقلیتونو د هوساینې او وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې کوي.

د قرغیزستان سفیر د قرغزي اقلیتونو لپاره د ترسره شويو خدماتو هرکلی وکړ او دا یې یو مثبت ګام وباله. هغه همداراز ټینګار وکړ چې هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو د پراخولو ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې ځينې ګامونه هم اخیستي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button