فائو په هرات کې له زلزلو او سېلابونو ځپلو سره بیړنی مرستندوی پروګرام بشپړ کړ

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) وايي چې د کویټ حکومت په مالي ملاتړ، یې په هرات ولایت کې د ۲۰۲۳ کال له زلزلو او سېلابونو وروسته يو بیړنی مرستندوی پروګرام بشپړ کړی دی. د دغه پروګرام ارزښت ۲۵۰ زره امريکايي ډالره ښودل شوی دی.
فائو دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د قوس ۲۶مه) په خپل ایکس (پخوانی ټویټر) پاڼه کې کړې او زیاته کړې یې ده چې د دې پروژې موخه د طبیعي آفتونو له امله د اغېزمنو شویو کورنیو لپاره بېړنۍ مرسته او د هغوی د معیشت پیاوړتیا وه.
د فائو د معلوماتو پر بنسټ، د یادې پروژې له لارې له ۱۰ زره ډېرو کسانو سره مرسته شوې چې ۴۹ سلنه یې ښځې دي. دې کار ځانګړې پاملرنه د ښځو ونډې ته کړې، څو د کلیوالو معیشتي سیستمونو په پایښت کې یې رول وستایل شي.
فائو زیاتوي، دا پروژه د نوې او دوامدارې کرنیزې روزنې لپاره هم زمینه برابره کړې، څو اغېزمن شوي کسان وکړای شي خپلې کرنيزې تولیدات ته وده ورکړي او د راتلونکو احتمالي بحرانونو پر وړاندې چمتو شي.
یادې مرستې په داسې مهال رسول شوې چې د هرات زلزلو درنه انساني مرګژوبله واړوله، زرګونه کورونه ویجاړ شول او د ډېرو کورنیو د عاید اصلي سرچینې، یعنې کرنیزې ځمکې، ته هم سخت زیان واوښت.




