مهم خبرونهنړیوال

چین له امریکا وغوښتل چې د «یوه چین» اصل ته ژمن پاتې شي

چین د امریکا د نوې ملي امنیتي ستراتیژۍ په غبرګون کې یو ځل بیا پر دې ټکی ټینګار وکړ چې واشنګټن باید د «یوه چین» د اصل پابند پاتې شي او له امریکا یې وغوښتل چې د تایوان په اړه محتاطانه چلند غوره کړي.

د چین د دولتي شورا د تایوان د چارو د دفتر ویاندې، ژو فن‌لیان، رسنیو ته وویل چې امریکايي لوری باید د یوه چین له اصل او د چین او امریکا ترمنځ د درې ګډو اعلامیو له محتوا سره درناوی وکړي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې کولای شي ترینګلتیاوې زیاتې کړي.

نوموړې زیاته کړه، امریکايي چارواکي باید اجازه ورنه‌کړي چې هغه ډلې چې بیجنګ یې د تایوان په ټاپو کې بیلتون‌پالي بولي، د چین او امریکا اړیکې د ټکر او شخړو پر لور بوزي. ژو ټینګار وکړ چې د چین له نظره، په نړۍ کې یوازې یوه چین شته او د تایوان خپلواکي د تایوان تنګي له سولې او ثبات سره سازګاره نه ده.

تایوان ټاپو چې په خپلواکه توګه اداره کېږي، د یو شمېر هېوادونو له‌جملې څخه د امریکا سیاسي ملاتړ لري. د واشنګټن او د هغه د یو شمېر متحدانو، لکه جاپان، دریځونه او سیاستونه د وروستیو میاشتو په ترڅ کې د تایوان په تنګي کې حساسیتونه او ترینګلتیاوې زیاتې کړې دي؛ داسې يو وضعیت چې بیجنګ څو ځله یې د پایلو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button