یونیسف: په ننګرهار کې د پاکو اوبو لپاره د دوو څاهونو جوړول د اوبو له لارې د خپرېدونکو ناروغیو خطر راکمولی

یونیسف افغانستان وايي، په ننګرهار ولایت کې د تورغه کلي لپاره د دوو څاهونو او د اوبو پایپونو په جوړولو سره، هلته د ماشومانو تر منځ د ککړو اوبو له امله د رامن ځېدونکو ناروغیو خطر کې کموالی راغلی دی.
د دغې ادارې په وینا، دغه پروژه چې د پاکو اوبو د برابرولو تمرکز لري، د کورنیو، په ځانګړي ډول د ماشومانو سره مرسته کړې چې خوندي اوبه ترلاسه کړي؛ هغه مسئله چې د اوبو له لارې د انتقالېدونکو ناروغیو په مخنیوي کې مهمه ونډه لري.
یونیسف زیاته کړې چې د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په بېلابېلو سیمو کې د لمریزو سیستمونو له لارې د ځمکې لاندې اوبو د برابرولو پروژې عملي کوي، تر څو پاکې اوبه په دوامداره توګه هغو ساحو ته ورسېږي چې اړتیا ورته لري.
په هېواد کې، په ځانګړي توګه کلیو کې، د پاکو اوبو محدود لاسرسی له پخوانیو ننګونو څخه شمېرل کیږي او د مرستندویه بنسټونو هڅې دا دي چې د ورته پروژو له لارې د خلکو دې اساسي اړتیا ته ځواب ووایي.




