عفو نړیوال: په ۲۰۲۵ کال کې میلیونونه افغانان له بیلابیلو هېوادونو زوراً ایستل شوي

عفو نړیوال بنسټ ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې میلیونونه افغانان په غیرقانوني توګه د پاکستان، ایران، ترکیې، جرمني او نورو هېوادونو څخه ایستل شوي او بېرته افغانستان ته اړ شوي دي؛ دا کړنه د دې بنسټ په وینا د بشري حقونو په خراب وضعیت کې ترسره شوې ده.
د راپور له مخې، دا جبري ایستل په داسې حال کې ترسره شوي چې د افغانستان عمومي وضعیت د بېرته ورتلونکو خلکو لپاره مناسب نه و. پر ښځو پراخې محدودیتونه، له ملګرو ملتونو او نادولتي ادارو سره د هغوی د کار کولو بندیز، او د بنسټیزو حقونو څخه محرومیت، د بشري حقونو د سرغړونو له مهمو بیلګو څخه بلل شوي دي.
عفو نړیوال د ۱۹۵۱ کال د مهاجرو د کنوانسیون د ۳۳مې مادې په حواله ټینګار کړی چې هېڅوک باید داسې هېواد ته ونه استول شي چې هلته یې د شکنجې، غیرانساني چلند یا جبرانناپذیر زیان خطر وي. دغه بنسټ زیاته کړې چې ډېری ایستلشوي کسان، د بېرته ستنېدو پر مهال له جدي ګواښونو سره مخ دي.
د دې سازمان په وینا، بېرته ستنېدونکي افغانان له دوو اساسي ګواښونو سره مخ دي: د پخوانیو چارواکو پر وړاندې د پخوانیو تګلارو نظارت او ځورول، او د ښځو او نجونو پر ضد تبعیضي محدودیتونه. له ځینو ایستلشویو کسانو سره په خبرو کې راغلي چې ډېری پخواني امنیتي ځواکونه او دولتي مامورین د انتقام ویرې له کبله نشي کولی خپلو ولایتونو یا پخوانیو استوګنځایونو ته ستانه شي.
همداراز، د ملګرو ملتونو پخوانیو راپورونو هم تایید کړې چې د طالبانو اداره د بېرته ستنېدونکو پر وړاندې د بشري حقونو نقض ته دوام ورکوي. په دغو راپورونو کې، ښځې، نجونې، د ټولنې مدني فعالان او پخواني دولتي کارکوونکي د تر ټولو زیانمنونکو ډلو په توګه یاد شوي، او خبرداری ورکړل شوی چې جبري ایستل د افغانستان روان بشري بحران نور هم ژور کړی.
خو د طالبانو اداره تل دا ډول راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د شریعت په چوکاټ کې د وګړو حقوق خوندي شوي دي. دا دریځ په داسې حال کې دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي د افغانستان په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو پر شتون محدودیت، تر ۱۰۰ ورځو وروسته لاهم پر ځای پاتې دی، چې دا چاره اړمنو کسانو ته د حیاتي مرستو رسونه له خنډ سره مخ کړې ده.




