په افغانستان کې د وريژو تولید دوه سلنه زیات شوی

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې د وريژو ټولیز تولید ۴۴۷ زره ټنو ته رسېدلی، چې د تېر کال پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.
د معلوماتو له مخې، دغه اداره د وريژو د کر کیلي سیمو د تثبیت او تایید لپاره د لرې سنجولو ټکنالوژۍ او د سټلایټ انځورونو تفسیر کارولی دی. د دغو شمېرنو پر بنسټ، په ۱۸ ولایتونو کې وريجي کرل شوي دي.
سږ کال ټولټال ۱۳۵ زره هکتاره ځمکه د وريژو کر لپاره ځانګړې شوې، چې دا د ۱۴۰۳ کال پرتله ۴.۶ سلنه زیاتوالی ښيي. کندز ولایت له ۴۱ زره هکتاره سره تر ټولو ډېره، او سرپل ولایت له ۱۳۸ هکتاره سره تر ټولو لږه کرل شوې سیمه لري.
د احصائیې ادارې په وینا، کندز او تخار ولایتونه د ۱۱۶ زره ټنه وريژو په تولید سره د هېواد په کچه تر ټولو ډېر تولید لري. تر هغوی وروسته بغلان له ۶۴ زره ټنه، ننګرهار له ۴۰ زره ټنه، بلخ له ۲۴ زره ټنه او کونړ له ۲۳ زره ټنه سره له مهمو تولیدوونکو ولایتونو څخه شميرل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سږني ټولیزې اړتیاوې، چې د خوراک، تخم او ضایعاتو مصرفونه پکې شامل دي، ۷۲۰ زره ټنه اټکل شوې دي.




