اقتصادمهم خبرونه

د قرغیزستان د سوداګرۍ کور په کابل کې پرانیستل شو

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د قرغیزستان سوداګرۍ کور د دې هېواد د رسمي پلاوي په ګډون په کابل کې پرانیستل شوی. دغه اقدام د دې لپاره شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پراخې او د سوداګرو ترمنځ تعامل آسانه شي.

د چهارشنبې په ورځ، د لېندۍ په ۲۶مه، خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا سوداګریز کور د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر په حضور کې پرانیستل شو. د طالبانو اداره دا ګام د کابل او بېشکک ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم بللی.

په همدې چوکاټ کې، په کابل کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزی، او د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر، بکیت صدیکوف، ترمنځ دوه اړخیزه ناسته وشوه. په دې غونډه کې دواړو خواوو د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي، د صادراتو د مشخصو توکو د ټاکلو، د ترانزیت پراختیا او د ترانزیټي موافقو د لاسلیک په اړه خبرې وکړې.

د بهرنۍ او ګډې پانګونې د جذب، د سوداګریزو نندارتونونو او ناستو د جوړېدو، او د ګډ کاري ډلې منظمې غونډې هم د بحث مهم ټکي وو. دواړو وزیرانو دا هم ټینګار وکړ چې پخوا لاسلیک شوي اقتصادي او سوداګریز تفاهمونه، په ځانګړي ډول د همکاریو سړک نقشه باید عملي شي.

سره له دې چې د طالبانو اداره له مرکزي آسیا سره د سوداګریزو اړیکو پر پراخېدو ټینګار کوي، خو ځینې اقتصادي شنونکي وايي چې د شفافیت نشتوالی، بانکي محدودیتونه او د سوداګرو مبهم حقوقي وضعیت لا هم د دا ډول موافقو د پلي کېدو پر وړاندې سترې ستونزې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button