د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان ژمی کې بیړنۍ مرستو ته اړتیا لري

د خوړو نړیوال پروګرام له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان دې د ژمي له پېل سره یوازې نه پرېږدي او خپلو بشري ژمنو ته دې دوام ورکړي.
یادې ادارې د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ ۲۶مه، اعلان وکړ چې په افغانستان کې د لوږې وضعیت په چټکۍ سره وخیمېږي. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، وچکالي، اقتصادي سقوط، جبري ستنېدنې، زلزلو او نړیوالو مرستو کمېدو، د میلیونونو افغانانو ژوند له سختو فشارونو سره مخ کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کوي چې دغو بحرانونو لږ تر لږه ۱۷ میلیونه کسان اغېزمن کړي او د هغوی د خوړو او ژوند اړتیاوې بې ساري زیاتې شوي دي. دا حالت داسې مهال روان دی چې د طالبانو ادارې د شفافو اقتصادي پالیسیو نشتوالی او د بحرانونو په مدیریت کې ناکامي، خلکو ته د کار موندلو او اساسي خدماتو ته د لاسرسي محدودیتونه لا پسې زیات کړي دي.
د دې ادارې د ارزونې له مخې، راتلونکو شپږو میاشتو کې د خلکو بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره، ۴۶۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. دغه اداره خبرداری ورکوي چې څلور میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي؛ یوه مسئله چې کولای شي اوږدمهاله بشري او روغتیايي پایلې ولري.
همداراز، ملګرو ملتونو وړاندوینه کړې چې په ۲۰۲۶ کال کې به نږدې ۲۲ میلیونه افغانان په بشردوستانه مرستو پورې تړلي وي؛ دا آمار څرګندوي چې که نړیواله ټولنه مؤثر اقدام ونه کړي او د حاکمو کړنلارو بدلون رانه شي، بشري بحران به نور هم ژور شي.




