د غزې د ماموريت لپاره د پاکستان احتمالي ونډه؛ اسلاماباد له نوي ديپلوماتيک چلنج سره مخ دی

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې واشنګټن له اسلاماباده غوښتي چې د غزې د ثبات د ټيم په چوکاټ کې ونډه واخلي؛ دا غوښتنه جنرال آصف منیر، د پاکستان د پوځ مشر، له يو نوي او حساسو چلنجونو سره مخ کړې چې ښايي دننه په هېواد کې سیاسي او ټولنیزې پایلې ولري.
د راپور له مخې، ټاکل شوې جنرال منیر راتلونکو اونیو کې په شپږو میاشتو کې درېیم ځل واشنګټن ته سفر وکړي او له دونالد ټرمپ، د امریکا ولسمشر، سره وویني. د لیدنې اصلي موضوع به د پاکستان احتمالي ګډون د غزې په ماموریت کې وي، او همداراز د ټرمپ ۲۰ مادهیې طرحه چې د غزې له جګړه ځپلې سیمې څخه د اقتصادي بیا رغونې لپاره ده.
یاده طرحه له اسلامي هېوادونو غواړي چې د غزې د انتقالې دورې پر مهال امنیتي رول ولوبوي او د حماس د وسلو بېوسلې کولو لپاره ګام پورته کړي. سره له دې، رویټرز لیکلي چې یو شمېر هېوادونه د شخړې له مستقیم ښکېلتیا او د فلسطین پلوه افکارو منفي غبرګون له امله اندېښنه لري.
راپور زیاتوي چې جنرال منیر په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې څو له امریکايي ولسمشر سره نږدې اړیکې جوړې کړي، تر څو د کلونو اوږدو بېباوريو منځ ته راغلې واټن له منځه یوسي. شننونکي باور لري چې پاکستان تر فشار لاندې دی چې هم خپل پوځي توان وښيي او هم د امریکا ملاتړ د پانګونې او امنیتي همکاریو په برخه کې وساتي.
جنرال منیر تازه د پاکستان د دفاعي ځواکونو د عمومي مشر په توګه ټاکل شوی او د دې هېواد د هوايي او بحري ځواکونو مشري هم پر غاړه لري. وروستیو قانوني اصلاحاتو پر ده پراخ قانوني مصونیت او پراخې پرېکړې کولو صلاحیتونه ور زیات کړي؛ کارپوهانو په باور، دا یې د پاکستان د قدرت په جوړښت کې موقعیت پیاوړی کړی دی.
خو لویه اندېښنه دننه پاکستان کې مطرح ده. اسلامي ګوندونه او یو شمېر سیاسي جریانونه ښايي د غزې لپاره د ځواکونو د لېږلو مخه ونیسي او په بېلابېلو ښارونو کې منظمې مظاهرې راوباسي. شننکو خبرداری ورکړی چې د پاکستان نظامي حضور په ورته ماموریت کې کولای شي له سختو ولسي غبرګونونو او سیاسي تورونو سره مخ شي.
په ورته مهال، د پاکستان پوځ، د بهرنیو چارو وزارت او د اطلاعاتو وزارت د رویټرز پوښتنو ته کوم ځواب نه دی ویلی، او سپینې ماڼۍ هم له تبصرې کولو ډډه کړې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق دار، تېر میاشت ویلي و چې اسلاماباد د سولې ساتونکو ځواکونو د لېږلو ارزونه رد نه کوي، خو ټینګار ئې کړی چې د حماس بېوسلې کول “د پاکستان وظیفه نه ده”.




