مهم خبرونهنړیوال

عبري ورځپاڼې د ټرمپ د غزې تړون ادعا رد کړه

يوې عبري ورځپاڼې افشا کړې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د لسګونو هېوادونو له خوا د غزې تړون کې د ګډون لپاره د چمتووالي ادعا له حقيقت سره سمون نه لري او دغه طرحه پراخه ملاتړ نه لري.

ورځپاڼې «اسرائيل هيوم» د خپلو سرچينو په حواله راپور ورکړی چې د نړۍ ډېری هېوادونه د ټرمپ له خوا د وړاندیز شوې طرحې له مخې غزې ته د سرتېرو د لېږد په پلان کې د ګډون لېوالتیا نه لري. يوازې اندونیزیا او ایټالیا هم هغه هم د ځانګړو شرایطو په شتون کې د محدود چمتووالي خبره کړې ده.

د راپور له مخې، ترکيې مخکې د دې طرحې د ملاتړ اعلان کړی و، خو د اسرائیلو حکومت د ترکيې له خوا د سرتېرو استول رد کړي او له همدې امله دغه طرحه عملي شوې نه ده.

همداراز راپور وايي چې د طرحې د لومړۍ مرحلې پر مهال، نړیوال احتمالي ځواکونه به يوازې د غزې په جنوب کې په هغې سيمه کې ځای پر ځای شي چې دا مهال د اسرایيلو د پوځ تر اشغال لاندې ده. ټاکل شوې چې په رفح ښار کې د دغو سرتېرو لپاره نوی پوځي اډه جوړه شي.

ورځپاڼه همداراز منلې ده چې لا هم په غزه کې د دغو سرتېرو دنده، صلاحیتونه او مشخص رول معلوم نه دي. د راپور له مخې، ایټالیا د امریکا تر فشار لاندې د ګډون هوکړه وکړه، خو دا شرط یې ایښی چې ځواکونه به د حماس له سرتېرو سره هېڅ ډول مستقیم برخورد یا تماس نه لري. اندونیزیا هم ورته شرط وړاندې کړی دی.

دغه څرګندونې داسې مهال خپريږي چې مخکې ټرمپ د رسنیو له لارې پراخ تبليغات کړي وو چې شاوخوا ۶۰ هېوادونو د دغې طرحې لپاره د چمتووالي اعلان کړی، خو دا ادعا اوس د اسراییلي پلوه سرچینو له خوا هم له شک او انکار سره مخ شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button