طالب چارواکي د طالبانو په منځ کې د دننه اختلافونو له هڅو اندېښنه لري

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندامحمد ندیم وایي، هڅې روانې دي چې د دې ډلې غړو ترمنځ دننه اختلاف او تفرقه رامنځته شي. نوموړي دغه څرګندونې د سهشنبې په ورځ، د لیندۍ په ۲۵مه، په کابل کې یوې دیني مدرسې ته د وینا پر مهال وکړې.
ندیم د کوم مشخص شخص یا جریان له یادولو پرته، ادعا وکړه چې «د اسلام دښمنان» هڅه کوي هغه څه چې ده «نظام» وباله، کمزوری کړي. هغه ټینګار وکړ چې د بېباورۍ او داخلي اختلافونو د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره باید خلک هوښیار اوسی او د دننه شخړو مخنیوی وکړي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر وویل، د جهادي مدرسو، دیني عالمانو او له دې ډلې سره تړلیو جنګیالیو ملاتړ کولای شي د اختلافاتو د مهار یوه لاره وي. دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې دا ډول لیدلوری د افغانستان د تعلیمي نظام د جهتګیرۍ او د ښوونیزو مؤسسو د رول په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
تر دې وړاندې هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اداري معین رحمتالله نجیب ویلي و چې یو شمېر کړۍ هڅه کوي یو شمېر ډلې د طالبانو پر ضد بسیج کړي. همداراز، د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده په خپله تازه وینا کې چې په قندهار کې یې کړې، د دغې ډلې له غړو غوښتنه کړې چې له دننه اختلافاتو ډډه وکړي. دا موضوع د طالبانو د مشرانو د دوامدارو اندېښنو ښکارندوی ده چې د دې ډلې په جوړښت کې له دننه شخړو او د همغږۍ پر ستونزو پورې اړه لري.




