نتانیاهو د غزې پر راتلونکې برخلیک ټاکونکی ناسته کوي

د اسرائیلو عبراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ټاکل شوې په خپل دفتر کې یوه برخلیک ټاکونکې ناسته ترسره کړي؛ دا ناسته به دا روښانه کړي چې د غزې د راتلونکې وضعیت لپاره آيا اوربند دوام مومي او که جګړه بېرته پیلېږي.
د اسرائیلو ۱۳مې تلویزیوني شبکې وویل چې په دې ناسته کې به اسرائیلي پوځ دوه مهم انتخابونه وړاندې کړي: یا به د امریکا لخوا وړاندیز شوې دویم پړاو پلان پر لور ګام اخیستل کېږي، یا به پراخه پوځي عملیات بېرته شروع شي. دا پرېکړه په داسې حال کې ارزول کېږي چې پر نتانیاهو کابینې دننه سیاسي او امنیتي فشارونه ډېر شوي دي.
راپور زیاتوي چې دغه ناسته د نتانیاهو د امریکا ته د سفر او هلته له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې دمخه نیول شوې ده. د اسرائیلي سرچینو په وینا، د غزې، لبنان او ایران د مسایلو په ګډون، د دې سفر پایلې پر مهمو سیمییزو مسایلو اغېز درلودلی شي، که څه هم رسمي جزییات لا نه دي خپاره شوي.
شبکه ۱۳ زیاتوي چې واشنګټن په تېرو اونیو کې د اوربند دویم پړاو پیل لپاره خپل فشارونه ډېر کړي دي. له بلې خوا، د اسرائیلو امنیتي ادارې هم د پوځي انتخابونو لپاره چمتوالی نیسي، او هممهاله د امریکا د طرحې یو شمېر برخو په ځانګړي ډول د رفح بندر کامله پرانیستل، د نړیوالو ځواکونو حضور او د غزې بیا رغونې پروګرام ارزوي.
خو عبراني سرچینې څرګندوي چې تلآویو د حماس د وسلو خلع کولو او د غزې د اداره کولو لپاره د نړیوالو ځواکونو احتمالي رول په اړه جدي اندېښنې لري؛ دا هغه مسایل دي چې کولای شي د اوربند په دویم پړاو کې جدي خنډونه رامنځته کړي.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د غزې د اوربند د نقض موضوع «له ارزونې لاندې» ده او دا یې هم څرګنده کړې چې پلان لري تر جګړې وروسته د غزې د اداره لپاره یو نوی جوړښت د «سولې شورا» تر نامه لاندې جوړ کړي؛ چې تمه ده د ۲۰۲۶ کال په پيل کې اعلان شي.
همداراز، شبکه ۱۳ راپور ورکړی چې ټرمپ هڅه کوي له نتانیاهو او د مصر له ولسمشر سره یوه درې اړخیزه ناسته ترسره کړي. دا ناسته به د غزې پر راتلونکې او نورو سیمه ییزو تحولاتو تمرکز ولري.
د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند لومړنی پړاو د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۱۰مه پیل شوی و، خو راپورونه ښيي چې تلآویو دغه تړون څو وارې نقض کړی او د دویم پړاو د خبرو پیل یې پر شرطونو پورې تړي چې په کې د اسیرانو موضوع هم شامله ده.




