په هرات کې د ژمي له نږدې کېدو سره د سون توکو بیې لوړې شوي

په هرات کې د ژمي د فصل له رارسېدو سره د لرګیو او سکرو بیې لوړې شوي، چې دا وضعیت د ښار ګڼ شمېر اوسېدونکي اندېښمن کړي دي. ښاریان وايي له فقر، بیکارۍ او د پېرلو د توان نهشتوالي له امله نهشي کولای د خپلو کورنیو لپاره اړین سون توکي برابر کړي.
یوشمېر د لرګیو او سکرو پلورونکي د بیو لوړوالی د پاکستان څخه د سکرو وارداتو بندېدو او د کورنیو لرګیو کارونې محدودیت سره تړلی بولي. د هغوی په وینا، دې عواملو د سون توکو عرضه راکمه کړې او بازارونه له کمښت سره مخ کړي دي.
محمد اسماعیل، چې د هرات د لرګیو او سکرو پلورونکو د اتحادیې مرستیال دی، وایي چې د څلورو کیلوسو سکرو بیه اوس ۲۵۰ تر ۳۰۰ افغانیو پورې رسېدلې او ډېری خلک یې د پېرلو توان نهلري. هغه ټینګار کوي چې له پاکستانه د وارداتي لارو تړل شوي او یوازې لږ مقدار سکري په قاچاقي ډول بازار ته راوړل کېږي.
په مقابل کې، د طالبانو ځایي چارواکي وایي چې د احتکار او ګرانفروشي د مخنیوي لپارهیې د بازارونو څارنه زیاته کړې ده. د هرات ښاروالۍ ویاند ویلي چې د سون توکو لپاره مشخص نرخنامه ترتیب شوې او د دې ادارې ډلې هره ورځ د دې تطبیق څارنه کوي.
خو ښاریان ټینګار کوي چې یوازې د بازار څارنه بسنه نهکوي او په داسې حال کې چې برېښنا په دوامداره ډول پرې کېږي، د حمایوي برنامو نهشتوالی او د طالبانو اداره د فقر مهارولو کې پاتې راتلل، د ټیټ عاید لرونکو کورنیو لپاره د ژمي ژوند ډېر ستونزمن کړی دی.




