طالبان: د افغانستان امنيتي وضعيت زموږ تر کنټرول لاندې ده

د طالبانو حکومت د روسيې، د سيمې د يو شمېر هېوادونو او ملګرو ملتونو وروستيو خبرداریو ته په غبرګون کې وايي چې د افغانستان امنيتي وضعيت په بشپړه توګه د دوی تر کنټرول لاندې دی او په هېواد کې هېڅ جدي ګواښ نه شته.
د طالبانو د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د پراخېدو په اړه راپورونه رد کړي او ويلي یې دي چې افغانستان دا مهال “په بشپړ ډول امن” دی او هغه ادعاوې چې له خوا يې نړيوالو ادارو او يو شمېر هېوادونو مطرح کړې دي، له ميداني واقعيتونو سره سمون نه لري.
ښاغلی مجاهد د ملګرو ملتونو هغه راپورونه هم رد کړي چې له مخې یې د داعش ډلې هستهيي جوړښتونه په افغانستان کې په پراخېدو دي. نوموړي دا راپورونه “لوېديځ تبليغات” وبلل او ټينګار یې وکړ چې داعش ډله د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د پراخو او منظمو فعالیتونو کولو توان او ظرفيت نه لري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نړيوالې ادارې او د سيمې يو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د سختدريځو ډلو د موجوديت له امله وار له مخه څو ځله خپل اندېښنې څرګندې کړي. دا اندېښنې په داسې حال کې دوام لري چې د طالبانو له واک ته رسېدو درې کاله وروسته هم، دغه حکومت تراوسه د نړيوالو دې اندېښنو ته شفاف او د باور وړ ځواب نه دی ورکړی، او د هېواد رښتيني امنيتي حالت او د طالبانو حکومت د نړيوالو پر وړاندې د مسئوليت قبلېدو په اړه جدي پوښتنې راپورته شوي دي.



