امنیت او پېښېمهم خبرونه

په ختیځ افغانستان کې قوي زلزله؛ له ۸۶ میلیونه ډالرو زیات زیانونه

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مشرۍ نړیوالو بنسټونو اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ د اګست په ۳۱ نېټه په ختیځ افغانستان کې شوې ۶-ریشتره زلزلې د پام وړ مالي زیانونه او تاوانونه اړولي دي.

د دغه ګډ ارزونې پر بنسټ، چې د ملګرو ملتونو د افغانستان دفتر، اروپایي اتحادیې، نړیوال بانک او د آسیا پراختیایي بانک په همکارۍ ترسره شوې، ښيي چې د دغې زلزلې له امله شاوخوا ۸۶.۸ میلیونه امریکایي ډالره زیان رامنځته شوی دی.

همداراز په راپور کې راغلي چې د بیارغونې، د زیربناوو د ترمیم او د زیانمنو شویو خلکو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لږ تر لږه ۱۲۸.۸ میلیونه ډالرو مرستې ته اړتیا ده؛ چې دا شمېره د زلزله ځپلو سیمو د پراخو زیانونو څرګندونه کوي.

دا ارزونه په داسې حال کې خپرېږي چې د زیانمنو شویو سیمو اوسېدونکي د مرستو د رسولو په ورووالي او د چمتووالي نشتوالي شکایت کوي. نیوکه کوونکي وایي چې د طالبانو اداره د طبیعي پېښو د تکرار باوجود لا هم د بحران د مدیریت لپاره روښانه او شفافه تګلاره نه لري، او نه هم د خلکو د مؤثر ملاتړ لپاره کومه عملیاتي طرحه وړاندې کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button