مهم خبرونهنړیوال
په نایجریا کې پر نظامي مرکز ځانمرګی برید شوی

امنیتي او دفاعي سرچینو په نایجریا کې د دغه هېواد د پوځ پر یو نظامي مرکز د ځانمرګي برید خبر ورکړی، چې دا پېښه د نایجریا په شمال ختیځ کې د کامرون له پولې سره نږدې شوې ده.
د سرچینو د ورکړل شوو مالوماتو له مخې، په دې برید کې پنځه تنه نیجریایي سرتېري وژل شوي دي. برید په هغه سیمه کې شوی چې په وروستیو کلونو کې د وسلوالو ډلو فعالیتونه او ناامنۍ پکې دوام درلود.
خو د نایجریا پوځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې د سرتېرو د وژل کېدو راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې یوازې یو تن ټپي شوی او بشري تلفات نه لري.
تر اوسه د بریدګر د هویت او د پېښې د څرنګوالي نور جزییات نه دي خپاره شوي او مستقله سرچینه هم تر دې دمه د تلفاتو شمېر پخلی کړی نه دی.




