مهم خبرونهنړیوال

امریکایی تحلیلګر: د واشنګټن پر متحدینو د باور کمزورتیا د چین او روسیې نفوذ ته زمینه برابروي

د امریکا د جان مک‌کین اندېشکده یوه کارپوه خبرداری ورکړی چې د وروستیو امریکایي سیاستونو له امله، د دې هېواد حیثیت د نړۍ په یوشمېر برخو کې د یوه غیر باوري لوبغاړي په توګه تثبیت شوی او دا کار ښایي د چین او روسیې د نفوذ د پراختیا لامل شي.

د امریکایي پولیتیکو مجلې په یوه خپاره شوي یادداشت کې، لورا تورنتون، پیاوړې تحلیلګرې لیکلي چې د واشنګټن تازه پرېکړې او سیاستونه د نړیوالو متحدینو او د دموکراسۍ‌ پلوه فعالانو اعتماد زیانمن کړی، چې دا وضعیت په ځانګړې توګه د لویدیځ‌پالو خوځښتونو تر منځ ژورې اندېښنې راپارولي دي.

تورنتون، چې د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو په چارو کې تخصص لري، د خپلو وروستیو سفرونو او لیدنو پر اساس ویلي، د امریکا د سیاستونو بدلون د چین او روسیې لپاره په مختلفو سیمو کې د پراخ حضور زمینه برابره کړې ده. نوموړې ټینګار کړی چې دغه کړنلاره، د امریکا د دواړو اصلي سیاسي ګوندونو د دودیزې بهرنۍ پالیسۍ سره څرګند توپیر لري.

د دې تحلیلګرې په باور، د امریکا اوسنی بهرنی سیاست د معاملوي اړیکو، د متحدینو مالي ګټو ته پر بنسټ تعریف، او په اروپا کې د افراطي ښی اړخو د ملاتړ پر لور روان دی؛ چې دا کار کولی شي د امریکا «سافټ پاور» یا نرم ځواک ته زیان ورسوي.

لورا تورنتون له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د هېواد پر نرم ځواک باید زیات تمرکز وشي او د سپینې ماڼۍ اړیکې له نړیوالو مدني ټولنو سره بیا ژوندي شي. نوموړې روښانه کړې چې د ملي سیاستونو بدلون باید د اوږدمهاله متحدینو له شاته پرېښودو معنی ونه لري.

دا تحلیلګره همداراز د نړۍ په کچه د لوېدیځ پلوو د ناامیدۍ په اړه خبرداری ورکوي او لیکلي یې دي امکان لري چې د دموکراتیکو هېوادونو یوه برخه یې امریکا د شریک او متحد په توګه له پامه وغورځوي. سره له دې، تورنتون زیاتوي چې د امریکا دننه د دموکراسي ملاتړي بنسټونه، تمویل کوونکي او واکمن جوړښتونه باید یوازې د سپینې ماڼۍ له بدلون سره یو رنګ ونه ګڼل شي او دا تصور باید ونه شي چې دوی به متحدان پرېږدي.

د تورنتون په وینا، د نړۍ له لوېدیځ‌پالو نخبګانو سره د امریکا د غیردولتي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ نوې کچې جوړول به وکولی شي دا اړیکې وساتي. هغې ټینګار کړی چې نړیوالې اړیکې بیلابیل ډولونه او کچې لرلی شي او د اتلانټیک دواړو غاړو د دموکراسۍ ملاتړي دا مهال له لا ډېرې خلاقانه همکارۍ او متقابل ملاتړ څخه اړتیا لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button