مهم خبرونهنړیوال

ملګرو ملتونو د افغانستان شمال کې د زلزله ځپلو لپاره روغتیايي مرستې پیل کړې

د افغانستان په شمال کې د ۶٫۳ ریشتر درجې زلزلې وروسته، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) اعلان کړی چې ګرځنده روغتیايي ډلې یې د زلزله ځپلو د مرستې لپاره اغېزمنو سیمو ته لېږلي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، ځانګړي روغتیايي ټیمونه چې د زیږون روغتیايي خدمات وړاندې کوي، په تېره د امیندوارو مېرمنو او شیدې ورکونکو میندو لپاره ځانګړې پاملرنه، زیانمنو سیمو ته استول شوي دي. همداراز، د مورانو روغتیا ته د ملاتړ لپاره اړین روغتیايي بسته‌جات هم د بحراني حالت له امله وېشل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ټینګار کړی چې د دې هڅو موخه دا ده چې د ښځو او نجونو لپاره د روغتیايي خطرونو مخه ونیول شي، کومې چې د دې طبیعي پېښې له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

سره له دې چې نړیواله ټولنه هڅې کوي تر څو د افغانستان د بشري کړکیچونو پر وړاندې اقدام وکړي، خو د اړوندو ادارو نشتوالی او د طالبانو د حکومت له لوري د وګړو، په ځانګړي ډول د لرې پرتو سیمو د اړتیاوو نه پاملرنه، د زلزله ځپلو وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button