سياستمهم خبرونه

د طالبانو مشر قندهار کې په تعلیمي سیمینار کې وینا وکړه

د طالبانو د ادارې مرستیال ویاند وايي، شیخ هبت‌الله اخندزاده، د دې ادارې مشر، په قندهار ولایت کې د وزارتونو او یو شمېر ادارو لپاره په یوه درې ورځني تعلیمي او اصلاحی سیمینار کې وینا کړې ده.

د حمدالله فطرت په وینا، شیخ هبت‌الله په دې وینا کې ټینګار کړی چې د طالبانو د ادارې لخوا پلي کېدونکي قوانین “د الله دین” دی او باید د ځینو اشخاصو د نظر یا برداشت په توګه تعبیر نه شي؛ دا هغه موضوع ده چې منتقدین یې له پخوا راهیسې د قانون جوړونې په برخه کې د شفافیت او ولسي ګډون د نه شتون له امله تر پوښتنې لاندې راوړي.

د دې څرګندونو له مخې، د طالبانو مشر همدا راز د یتیمانو، کونډو، معلولینو، اړمنو، کډوالو او بندیانو د حقوقو، ټولنیزو خدماتو او تعلیم په اهمیت خبرې کړې او یادې ډلې یې د ځانګړې پاملرنې وړ کسان بللي دي.

شیخ هبت‌الله اخندزاده له مسئولانو غوښتي چې خلکو ته په “اخلاص او شفقت” سره او د هغه څه مطابق چې شریعت بلل شوی، خدمت وکړي؛ خو د بشري حقونو سازمانونو څو ځل غوښتي چې دا ژمنې، په تېره د وګړو د اساسي حقوقو په برخه کې، په عملي ډول وازمایل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button