مهم خبرونهنړیوال
طالبانو او بنین استازو په دوحه کې ولیدل

د طالبانو حکومت دفتر په قطر کې ویلي چې محمد سهیل شاهین د بنین د جمهوریت له سفیر بیدا نوهوم یوسف عبدالرحمن سره په دوحه کې لیدنه او خبرې کړې دي.
د دې دفتر لهخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان او بنین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه اصلي موضوع وه. دغه اړیکې په وروستیو کلونو کې محدودې او یوازې د دیپلوماتیکو تماسونو په کچه تعقیب شوې دي.
دواړو خواوو د خبرو پر مهال د بنین روانې سیاسي وضعې په اړه هم نظرونه تبادله کړي او د اقتصاد او سوداګرۍ په هغو موضوعاتو بحث کړی چې دواړو ته یې علاقه وه.
د طالبانو سفارت زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو اړوند نور مسائل هم مطرح شوي، خو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.




