په باران او جګړه کې: د اسراییلي یرغلونو دوام په غزه او کرانه باختري کې

پر دې سربېره چې تېره شپه د سخت باران او طوفان له امله د غزې په تړانګه، په ځانګړي ډول د خیمو کېنوالو بېځایه شویو لپاره بشري وضعیت نور هم بحراني شوی، د اسراییلي پوځ هوایي او ځمکني بریدونه نه دي درېدلي.
راپورونه ښيي چې د اسراییلو پوځ زغرهوالو وسایطو د غزې ښار سوېل ختیځ ‘الزیتون’ سیمه کې ډزې کړې دي. هممهاله د توپونو ګولۍ د خانیونس ښار په سوېل لویدیځه برخه کې توغول شوې، او جنګي الوتکو هم د غزې ښار ختیځ برخې بمبارې کړي دي.
تر دې بریدونو سربېره، په کرانه باختري کې هم پوځي عملیات سخت شوي دي. نن سهار لسګونه اسراییلي پوځیان هممهاله د الخلیل، رامالله، طولکرم، جنین، نابلس، بیتلحم او اریحا په ښارونو او کلیو باندې چاپې اچولي.
محلي سرچینې وايي، اسراییلي سرتېرو د خلکو کورونه پلټلي او د ښځو او ماشومانو لپاره یې د وېرې او فشار فضا رامنځته کړې ده. د طولکرم ولایت په شمال کې د عتّیل ښار په ګډون په ځینو سیمو کې د ژوندیو مرمیو او ‘فشنگ منور’ هم کارول شوی.
د فلسطین سور هلال اعلان کړی چې د اسراییلي ښارکنشینانو له لوري د اریحا ښار ته نږدې د ‘العوجا’ په سیمه کې پر یوه فلسطیني کورنۍ د برید په پایله کې د پلار، مور او دریو کوچنیو لوڼو په ګډون پنځه تنه ټپیان شوي او روغتون ته وړل شوي دي.
همداراز راپورونه وايي چې یو شمېر فلسطیني وګړي، چې یوه نجلۍ د ‘عصیره شمالی’ څخه او دوه ځوانان د ‘بیتونیا’ او ‘عتّیل’ سیمو څخه شامل دي، نیول شوي دي. دغه پېښې داسې مهال رامنځته کېږي چې په تېرو میاشتو کې د کرانه باختري سیمه کې د اسراییلي پوځیانو او ښارکنشینانو تاوتریخوالی ډېر شوی، چې د ملکیانو د حقونو پر دوامدارو سرغړونو اندېښنې زیاتې کړې دي.




