مهم خبرونهنړیوال

احتمال برگزاری ناسته د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره په میامي کې

یو شمېر امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې ښايي د روانې اونۍ په پای کې په میامي ښار کې د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره بېړنۍ ناستې ترسره شي؛ دغو ناستو کې به د واشنګټن، کی‌یف او یو شمېر اروپايي مشرانو استازي ګډون ولري.

د الجزیرې ټلوېزیون د آکسیوس خبري ویب‌پاڼې له قوله راپور ورکړی چې ټاکل شوې دا ناستې د روانې اونۍ په وروستیو کې ترسره شي، او په ترڅ کې به یې یوه شپه شانداره ماښامنۍ هم وي چې پکې به د ولسمشر ډونالد ترمپ استازي، استیو ویتکاف او جرد کوشنر، او همداراز د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي، حضور ولري. تمه ده چې ولسمشر ترمپ به هم د دغو لیدنو پر مهال له ګډونوالو سره د ټیلیفون له لارې تماس ونیسي.

آکسیوس د ځینو باخبره سرچینو په حواله لیکلي چې واشنګټن یو وړاندیز کړی چې له مخې یې کی‌یف باید د دونباس له ځینو برخو څخه شاتګ وکړي. راپور زیاتوي چې دغه سیمې به له شا تګ وروسته د ازاد اقتصاد او غیرنظامي سیمې بڼه خپلوي.

په همدې حال کې، یوې امریکایي سرچینې آکسیوس ته ویلي چې د ځمکې د سرنوشت پرېکړه په خپله اوکراین ته ور پرېښودل شوې ده. خو د وال‌ستریټ ژورنال ورځپاڼې د اوکرایني او اروپایي چارواکو له قوله لیکلي چې هغوی تر پایه د دې کال پورې د یوه ټول‌شموله تړون د امکان په اړه شک لري.

بل خوا، بلومبرګ خبري آژانس د یوې بلې سرچینې له قوله ویلي چې واشنګټن د مسکو هغه غوښتنه منلې چې له مخې یې اوکرایني ځواکونه باید د دونتسک ښار څخه ووځي. دا په داسې حال کې ده چې زلنسکي او اروپایي متحدین یې د اوکراین د اوسني تماس‌ کرښې پر امتداد د اوربند ټینګار کوي.

هم‌مهاله، انګلستان او یو شمېر اروپایي هېوادونو په یوه ګډ بیان کې ویلي چې د اوکراین امنیت، خپلواکي او سوکالي د اروپايي اتلانتیک سیمې د امنیت یوه مهمه برخه ده. په دې بیان کې ټینګار شوی چې نړیوالې پولو ته د زور له لارې بدلون نه‌ شي ور کړل کېدای، او د اوکرایني خاورې په اړه پرېکړې باید د دغه هېواد د خلکو له خوا وشي.

د اروپایي اتحادیې مشرانو بیا په یوه جلا اعلامیه کې چې الجزیرې خپره کړې، له اوکراین سره د ټینګو امنیتي ضمانتونو د ورکولو ملاتړ کړی، او هغوی غوښتي چې د جګړې د ختمېدو لپاره دې یوه اروپایي مشري لرونکې او د واشنګټن له خوا ملاتړ شوې څو-ملتېزه قوه جوړه شي. دوی همداراز د ولسمشر ترمپ د سولې د پروسې د پرمختګ هڅې هم ستایلي دي.

په ورته وخت کې، د آلمان صدراعظم، فردریش مرتس، ویلي چې د اوکراین جګړه یوازې هغه وخت پای ته رسېدلی شي چې ځواک وښودل شي، او دایمي سوله هغه مهال رامنځته کېږي چې د اوکراین حاکمیت او دفاعي توان تضمین شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button