سياستمهم خبرونه

د رسا تلویزیون دوه خبریالان له ۹ میاشتو بند وروسته آزاد شول، مګر تلویزیون لا هم تړلی دی

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، غلام‌محی‌الدین صاحب‌زاده، چې د رسا خصوصي تلویزیون مدیرمسؤول و، او جهادمل حبیبی، د دغه تلویزیون خبریال، له نهو میاشتو بند وروسته د بګرام له زندانه خوشي شوي دي. مرکز زیاتوي چې سره له دې چې یاد خبریالان آزاد شوي، خو د رسا تلویزیون دفتر لا هم تړلی پاتې دی او طالبانو تر اوسه د یادې رسنۍ د بیا خپرونو اجازه نه ده ورکړې.

د دغه مرکز په وینا، دا دوه خبریالان د قوس میاشتې په ۲۴مه نېټه د ماسپښین وخت شاوخوا څلور بجې خوشې شوي دي. اطلاعات ښيي چې طالبانو دا خبریالان د تېر کال د سلواغې میاشتې په ۳۰مه نېټه په کابل ښار کې د «د نظام پر ضد تبلیغاتو» په تور نیولي وو. د نیونې پر مهال د رسا تلویزیون دفتر هم وتړل شو، او ټول تخنیکي وسایل او کمپیوټرونه ضبط شول؛ یوه چاره چې د رسنیو ملاتړو بنسټونو له نظره، د بیان پر ازادۍ لوی محدودیت ګڼل کېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاتوي چې د طالبانو له لوري جوړې محکمې د روان کال د حمل میاشتې په ۴مه نېټه یاد دوه خبریالان لس (۱۰) میاشتو بند ته محکوم کړي دي. د دغه مرکز په وینا، دا محاکمه د مدافع وکیل له حضور پرته شوې او د عادلانه عدلي پروسې معیارونه یې نه دي پوره کړل.

رسا خصوصي تلویزیون په ۱۳۹۸ کال کې په کابل کې رامنځته شوی و، چې تمرکز یې پر ټولنیزو راپورونو او د خلکو د ورځني ژوند پر موضوعاتو و. د خبریالۍ فعالین وايي، د دغه تلویزیون تړل کېدل، په هېواد کې د خپلواکو رسنیو پر دوامداره فشارونو یو بل مثال دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې د رسا تلویزیون د بیا فعالیت اجازه دې ژر تر ژره ورکړي او د رسنیو پر وړاندې خنډونه لرې کړي. یاد مرکز دا هم ویلي چې دا مهال لږ تر لږه پنځه نور خبریالان او د رسنیو فعالان په افغانستان کې بندي دي او یو شمېر یې د طالبانو له خوا بند ته محکوم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهی، تازه د بنګلادېشي ورځپاڼې «پروتوم الو» سره په یوه مرکه کې ادعا کړې چې دا مهال په افغانستان کې هېڅ خبریال بندي نه‌دی؛ خو دا ادعا د خپلواکو رسنیزو بنسټونو له راپورونو سره مطابقت نه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button