په یوه ورځ کې له ایرانه او پاکستانه له ۵۵۰۰ زیات افغان کډوال وشړل شول

د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، په یوه ورځ کې له ایرانه او پاکستانه ۵۵۸۰ تنه افغان کډوال په زور ایستل شوي او هېواد ته داخل شوي دي؛ یوه پېښه چې د افغان کډوالو ناسم وضعیت یو ځل بیا روښانه کوي.
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت د یکشنبې په ورځ د کډوالو چارو د عالي کمېسیون له راپور سره سم وویل چې ۱۰۱۴ کورنۍ چې ۵۵۸۰ کسان پکې شامل دي، له بیلابیلو پولو څخه هیواد ته راغلي دي.
د هغه په وینا، دغه کډوال د هرات له اسلامقلعې، د نیمروز له پل ابریشم، د کندهار له سپینبولدک، د هلمند له بهرامچې او د ننګرهار له تورخم پولو څخه افغانستان ته داخل شوي دي، چې دا پولې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ اصلي لارې ګڼل کېږي.
فطرت زیاته کړې ده چې ۱۰۸۳ نورې کورنۍ چې ۵۹۲۴ کسان پکې شامل دي، خپلو اصلي مېشت ځایونو ته انتقال شوي او ۹۰۰ کورنیو ته بشري مرستې وېشل شوي دي. همداراز، مخابراتي شرکتونو له بېرته راستنېدونکو سره ۱۱۱۹ سیمکارتونه هم وېشلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې هم ۴۹۹۱ افغان کډوال له ایرانه او پاکستانه په زور ایستل شوي وو. د اجباري شړلو د زیاتوالي له امله اندېښنې زیاتې شوې دي، ځکه نه یوازې د کډوالو د ملاتړ لپاره روڼ پروګرام نشته، بلکې د طالبانو اداره د افغان کډوالو د حقوقو په دفاع کې هم مؤثره نه ده.




