اقتصادمهم خبرونه

طالبانو د افغانستان د درملو بیو کنټرول هڅې پیل کړې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي، د درملو د بیو د زیاتوالي په غبرګون کې د عمده‌فروشی اتحادیو، وارداتي شرکتونو او درملتونونو له مسؤولینو سره لیدنه کړې او د بیو کنټرول او د احتکار مخنیوي لپاره یې د هڅو یادونه کړې ده.

د درملو بیې له هغه وروسته زیاتې شوې چې د پاکستان له لوري تجارتي لارې وتړل شوې او د درملو واردات ځنډېدلي، چې له امله یې ډېر افغانان د اساسي درملو له کمښت سره مخ دي. پاکستان تر دې وړاندې د افغانستان د درملو د عرضه یوه مهمه سرچینه بلل کېده.

د طالبانو تر واک لاندې د احصائيه او معلوماتو ادارې د شمېرو له مخې، یوازې د عقرب میاشت کې د درملنې لګښت نږدې ۱۳.۹ سلنه لوړ شوی، چې دا د اقتصادي فشارونو او د ناروغانو او بېوزليو قشرونو د ستونزو ښکارندويي کوي.

طالبانو افغان سوداګرو ته درې میاشتې وخت ورکړی چې له پاکستاني شرکتونو سره خپلې مالي محاسبې سمبالې کړي. له دې مودې وروسته به له پاکستانه د درملو واردات په بشپړ ډول بند شي، یو داسې پرېکړه چې بدیلونه یې نه دي مشخص شوي او د درملو د دوامداره کمښت اندېښنې یې راپورته کړې دي.

د طالبانو ادارې مسؤلین وایي، هڅه کوي له نورو هېوادونو څخه اړینې درملې واردې کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د یوه افغان شرکت او یوه هندي شرکت ترمنځ د ۱۰۰ میلیونه ډالرو پر ارزښت تفاهم‌نامه لاسلیک شوې، چې هدف یې د درملو واردات او په هیواد کې دننه تولید دی.

همداراز د طالبانو حکومت چارواکو ویلي، چې له د اسلامي جمهوریت ایران له چارواکو سره یې هم د درملو د صادراتو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي. خو منتقدان وايي، شفافه ستراتیژي نه‌لرل، د بازار کمزوری مدیریت او پریکړو کې ځنډ د افغانستان د درملو بازار د ناپایدارتیا اصلي لاملونه دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button