مهم خبرونهنړیوال

د کیف ښاروال: د انرژۍ سکتور د فساد له امله پر زلنسکي د خلکو باور کم شوی

د اوکراین د پلازمېنې کیف ښاروال، ویتالي کلیچکو، وایي چې د انرژۍ په برخه کې د وروستي فساد قضیه د دې هیواد پر ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د خلکو باور سخت زیانمن کړی دی.

کلیچکو ټینګار وکړ چې دا فساد نه یوازې یوه داخلي ستونزه ده، بلکې د خلکو پر باور پراخ اغېز لري. هغه زیاته کړه چې اوسنی وضعیت د اوکراین لپاره “ډېر خراب” دی او دې کچې فساد د هیواد پر اعتبار دروند ګوزار کړی دی.

ښاروال وویل چې دا ډول رسوايۍ نه یوازې د اوکراینيانو ترمنځ باور کموي، بلکې د دې هیواد له نړیوالو شریکانو سره باور ته هم زیان رسوي؛ او دا کار ښايي له بهرنیو ملاتړو او همکاریو سره اړیکې له ننګونو سره مخ کړي.

په نومبر میاشت کې راپورونه خپاره شوي ول چې یو له چارواکو، چې ویل کېږي د ولسمشر له نږدې کسانو څخه دی، د فساد یوه لویه قضیه کې ښکېل و او اشغال شویو سیمو ته تښتېدلی دی. په یاده قضیه کې د نږدې ۱۰۰ میلیونه ډالرو د پیسو مینځلو ادعا شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button