کرملین: په اوکراین کې د ناټو حضور روسیه جګړې ته اړ کړه

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ویلي چې په اوکراین کې د ناټو ځواکونو او کارپوهانو حضور او فعالیتونه د مسکو د جګړې د پیل مهم عوامل وو.
دیمیتري پسکوف چې له روسي دولتي ټلویزیون سره یې خبرې کولې، وویل چې ناټو کارپوهان نه یوازې د اوکراین په خاوره کې شتون درلود، بلکې د دغه هېواد په دولتي بنسټونو او ادارو کې هم فعالیت کاوه؛ چې د ده په وینا، روسیې ته یې جدي امنیتي اندېښنې پیدا کړې وې.
پسکوف زیاته کړه چې د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي، د ۲۰۱۹ کال د ټاکنو له بریا وروسته د سولې شعارونه ورکړي وو، خو کرملین وايي چې هغه د مینسک موافقې عملي نه کړې او پر ځای یې کړکېچونه زیات کړل.
د کرملین ویاند وايي، په اوکراین کې د ناټو د کارپوهانو ښکاره شتون، د کیف لپاره د وسلو هممهاله لېږد، د اوکراین د روستباره وګړو لپاره مستقیم تهدید و او د روسیې لپاره یې پراخ امنیتي خطر رامنځته کاوه. هغه ټینګار وکړ چې یادو ټولو عواملو په پای کې مسکو دې ته اړ کړ چې هغه څه پیل کړي چې دوی یې “ځانګړې پوځي عملیات” بولي.




