څلورم ډله افغان کډوال له پاکستان څخه جرمني ته انتقالېږي

څلورمه ډله افغان کډوال چې دا مهال په پاکستان کې ژوند کوي، ډېر ژر به د يو ځانګړي الوتنې له لارې جرمني ته انتقال شي. دا بهير د جرمني د هغه پروګرام د دوام برخه ده چې موخهیې د هغو افغان اتباعو انتقال دی چې د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته له ګواښ سره مخ دي.
د آلمانۍ ورځپاڼې «ولت» د دولتي سرچينو له قوله راپور ورکړی چې تېره اوونۍ ۱۴ تنه افغان کډوال جرمني ته رسېدلي وو. د مطبوعاتي سرچینو په وینا دا انتقالونه د یوې منظمې ابتکار برخې دي چې جرمني د پخواني حکومت تر سقوط وروسته پیل کړی دی.
د جرمني د کورنيو چارو وزارت د دې پروسې د دوام پخلی کړی او ويلي یې دي چې دا مهال نژدې ۱۹۰۰ افغان اتباع په پاکستان کې د جرمني ته انتقالېدو په تمه دي. دغه اداره ټينګار کوي چې د بهير د چټکولو هڅې به لاهم دوام ولري.
که څه هم د جرمني درې اړخیز ایتلافي حکومت اعلان کړی چې ښايي د داوطلبانه منلو شمېر کم کړي، خو د هغو افغان اتباعو د ژغورنې جدي اړتیا، په ځانګړي ډول هغه کسان چې له لوېديځو ادارو سره یې همکاري کړې، لامل شوی چې دا بهير دوام پيدا کړي.
هغه افغان کډوال چې اکثره یې د طالبانو له لوري د نېغ په نېغه ګواښ، ټولنیزو فشارونو یا تېر فعالیتونو له امله له خطر سره مخ دي، په ځانګړي ډول په داسې ګاونډيو هېوادونو لکه پاکستان کې خوندي هېوادونو ته د انتقال لپاره د منلو په تمه دي. د دغو کسانو انتقال د نړیوالې ټولنې د هغو مسئولیتونو له ډلې ګڼل کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ له پایلو راوځي.
