سياستمهم خبرونه

طالبان استخبارات: جنګ نه غواړو، خو دفاع ته چمتو یو

د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست لومړي مرستیال مولوي تاجمیر جواد ویلي چې دا اداره په اوسني “حساس وضعیت” کې ځان د یو شمېر دیني علماوو له خوا صادر شوې پرېکړه‌لیک ته پابنده بولي او ادعا کوي چې د جګړې غوښتونکي نه دي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو د ادارې د سختو دریځونو امنیتي او سیاسي عواقبو ته اندېښنې لا هم دوام لري.

مولوي جواد ادعا وکړه چې ځینې کورني او بهرني کړۍ هڅه کوي له بېلابېلو پلمو کار واخلي څو افغانستان ته ستونزې جوړې کړي. نوموړي وویل چې د طالبانو اداره د سیمې ثبات او امنیت ته ژمنه ده، خو خبرداری یې ورکړ چې که جګړه پرې وتپل شي، له خپلو “دفاعي وړتیاوو” ګټه اخلي؛ یو دریځ چې کولای شي په کور دننه او سیمه‌ییزه کچه کړکېچ زیات کړي.

دغه طالب چارواکي د خپلو خبرو په بله برخه کې د زده‌کړو پر موضوع هم تمرکز وکړ او ویې ویل چې د دیني او عصري علومو پر یو وخت تمرکز د دوی په کاري اجنډا کې ځای لري. د مولوي جواد په وینا، دیني زده‌کړې د اسلامي عقایدو د ساتلو، او عصري زده‌کړې د هیواد د پرمختګ او رفاه لپاره اړینې دي.

مولوي جواد همداراز وویل چې طالبان د ديني مدرسو او عصري زده‌کړیزو مرکزونو د نصاب اصلاح، د تدریس د طریقو ښه‌والی، نظم رامنځته کول او د زده‌کړې کیفیت لوړولو ته ژمن دي، خو دا ادعاوې داسې مهال مطرحېږي چې طالبانو د زده‌کړو، په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو پر تعلیم پراخ محدودیتونه لګولي او دا اقدامات د کورنیو او نړیوالو سختې نیوکې راپارولې دي.

دا څرګندونې له هغې پرېکړه‌لیک وروسته کېږي چې د پنجشنبې په شپه د یو شمېر دیني علماوو له خوا تصویب شو. په دې پرېکړه‌لیک کې د طالبانو د ادارې ملاتړ او دفاع “وجیبه” بلل شوې او د افغان ولس له خوا د هر ډول یرغل پر وړاندې د مقاومت ټینګار شوی دی؛ یوه رویه چې د دین د سیاسي قدرت د توجیه لپاره د استفادې، او د منتقدو نظرونو د ځپلو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button