د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

ستون‌مارو د ژمي مرستو غوښتنه وکړه

د هوا له سړېدو سره، یو شمېر افغان ستنېدونکي وايي چې په مهاجرو لپاره ځانګړو کمپونو کې د ژمي د امکاناتو له سخت کمښت سره مخ دي او د طالبانو له ادارې غواړي چې په دې ژمي کې ژر او مؤثره مرسته ورکړي.

دغو ستون‌مارو ټینګار کړی چې مناسب سرپناه نلرل، کاري فرصتونه نه‌شتوالی، او د ګرمۍ وسایلو ته محدود لاسرسی یې ژوند ستونزمن کړی، په ځانګړي ډول د ماشومانو او ناروغانو لپاره. دوی وايي که دا وضعیت دوام وکړي، نو انساني ناورین به رامنځته کړي.

خان‌محمد، یو له ستنېدونکو څخه، وايي دوی هیله لري چې د ژمي لپاره لازمې مرستې ترلاسه کړي څو وتوانېږي دا سخت موسم تېر کړي او وروسته د خپل ژوند ښه کولو لپاره هڅې وکړي. بل ستنېدونکی، محمدعوض، چې لس ماشومان لري، د خپلو اولادونو د ناروغېدو له امله اندېښنه لري او غوښتنه کوي چې ابتدايي امکانات ورته برابر شي.

ځینې نور ستنېدونکي وايي چې د ناروغۍ او فزیکي ناتوانۍ له امله د ژمي په موسم کې کار نشي کولی، او د طالبانو ادارې بې‌پامي پر دوی اقتصادي فشارونه زیات کړي. دوی د طالبانو له حکومته شکایت لري چې د ستنېدونکو د ملاتړ لپاره روښانه او شفافه برنامه نلري.

په همدې حال کې، د مهاجرو چارو کارپوهان وايي چې یوازې خیریه مؤسسې د ستنېدونکو د وضعیت د سمولو مسؤلیت نلري، بلکې د طالبانو اداره هم باید د ژمي د مرستو په ویش کې فعاله او مسؤوله ونډه ولري. د مهاجرو د حقونو فعال محمد جمال مسلم ویلي، خیریه ادارې او حاکم نظام باید دې زیان‌منې شوې ډلې ته عملي او جدي پاملرنه وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button