ملګري ملتونه: له طالبانو سره د زلزلهځپلو د مرستې لپاره کار کوو

د ملګرو ملتونو د لومړنیو راپورونو له مخې، د دوشنبې په سهار، د عقرب په ۱۲مه، د افغانستان په شمال کې د ۶.۳ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او له ۹۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي. د زلزلې تر ټولو ډېر تلفات او مالي زیانونه د بلخ او سمنګان ولایتونو کې رامنځته شوي دي.
د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق ویلي، دا نړیواله اداره له طالبانو او اړوندو ادارو سره په ګډه هڅه کوي چې د زلزلهځپلو وضعیت و ارزوي او د مرستو د همغږۍ لپاره کار وکړي. هغه زیاته کړې چې تر دې زلزلې مخکې هم د یادو سیمو خلک له جدي اقتصادي، خدماتي او چاپېریالي ستونزو سره مخ وو، په تېره بيا په روان کال کې له ګاونډيو هېوادونو څخه د دوه میلیونه افغانانو راستنېدو له امله.
حق خبرداری ورکړی چې دا پېښه به د بشري بحران کچه نوره هم لوړه کړي، په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د اړینو مرستو د برابرولو لپاره له جدي مالي ستونزو سره مخ دي. د هغه په وینا، تر دې دمه یوازې یو پر درېمه برخه د ۲.۴ میلیارد ډالرو له بودیجې برابر شوې، په داسې حال کې چې لا هم شاوخوا ۱.۵ میلیارد ډالره کموالی شتون لري.
په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د افغان ولس د ملاتړ ټینګار کوي، د طالبانو حکومت د خلکو د زیانمنېدو د مخنیوي، د طبیعي پېښو د مدیریت او د بحرانونو د کنټرول پر برخه کې پاتې راغلی، چې دا حالت د افغانستان بشري وضعیت نور هم خراب کړی او د میلیونو کسانو ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.




